انصار:( د تله ۲۵مه)، د اکټوبر ۱۶د خوړو نړیواله ورځ ده؛ دا ورځ داسې مهال رارسېږي چې اوسمهال په هېواد کې میلیونه افغانان له لوږې څخه ځورېږي.
د خوړو نړیوالو پروګرام پر ایکس پاڼه لیکل شوي، د خوراک نړیواله ورځ په داسې حال کې راځي چې ۱۵ میلیونه افغانان نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه له کومې لارې او څنګه ترلاسه کړي.
افغانان هم په هېواد کې روان کمزوري اقتصادي حالت او د بېوزلۍ ډېرېدو ته اندېښمن دي.
د کندهار ښار اوسېدونکې اسما وايي، د کور سرپرستي ور په غاړه ده، پنځه اولادونه لري او اړه شوې چې د خپل ځان او اولادونو ساتنې لپاره سوال کولو ته اړه شي.
کوچنيان مې دي، له لوږې راڅخه مري. دومره پيسې نه لرو چې د موټر کرایه مو ورکړې وای.
صدوګله د ارزګان ولایت اوسېدونکې او دا هم د اسما په څېر بېوزله ده چې اوسمهال د ارزګان په ترینکوټ ښار کې سوال کوي.
نوموړې وایي: « ګولۍ راڅخه غواړي، شربت غواړي، زه عصبي ناروغي لرم، پردیو ښځو ته مې لاس نیولی وي. سل روپۍ زما څخه او پنځوس روپۍ مې د کلي له ملا څخه اخیستې دي.»
د اقتصادي چارو شنونکي هم وایي چې افغانان اوسمهال له اقتصادي اړخه سخت اغېزمن شوي دي.
د اقتصادي چارو شنونکی رحیم مرجان وایي، د افغانانو د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره باید بنسټیزو کارونه وشي.
« په هېواد کې باید غیر فعاله فابریکې بیرته فعاله شي او د خوړو نړیوال پروګرام او نور مرستندویه بنسټونه دې هم له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»
ومو غوښتل چې په هېواد کې د لوږې د شمېر لوړېدو او مخنیوي په تړاو د اقتصاد وزارت نظر هم ولرو، خو هغوی زموږ اړیکو ته ځواب رانه کړ.
تر دې وړاندې د اقتصاد وزارت او د طالبانو حکومت نورو چارواکو ویلي چې په هېواد د سترو پروژو په پلي کېدو سره به ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره او د لوږې کچه به ورسره راټیټه شي. دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې کېدای شي په راتلونکي ژمي کې یادې ستونزې نورې هم ډېرې شي. کلید رادیو
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27808